کوئټه 23 اپرېل( اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محمود حیات وئيلي دې پاکستانیت د قائداعطم محمد علي جناح اوعلامه محمد اقبال عظیم افکارو او لوړ كردار ??ره تعلق لري٬ قائداعظم محمد علي جناح مخلص ،دیانتدار او د عزم نه ډك د نظم او ضبط پاپند اوعظیم لارښود ٶ٬ كوم قامونه چې خپل تاريخ ??ره تړون نه لري ھغوي هېڅ سباٶن نه لري٬ مونږ د مهر ګړھ ٬ سندھ وادۍ او د ګندهاره غوندې تاريخي تهذيبونه لرونكے قام يو٬ پاكستاني اولس د صوفيانه ژوند قائل ٬ د ډېر صبر ٬ استقامت او وطن ??ره د مينې جذبه لري٬ انتها خوښي او ترهګري د پاكستان پېژندګلې نه بلكې زمونږ پېژندګلو د صوفيا او اولياء كرامو سوله ايز تعليمات دي ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د بلوچستان يونيورسټي آف انفارمېشن ټېكن??لو??ي ٬ انجينئرنګ اېنډ مېنجمنټ سائنسز (بيوټمز) كوئټه كښې د پاكستان انسټيټيوټ آف كنفلېكټ اېنډ سېكورټي سټډيز (پكس) تر سېوري لاندې د “قوميت او پاكستانيت” په سرخط سېمينار ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح مخلص ،دیانتدار او د عزم نه ډك د نظم او ضبط پاپند اوعظیم لارښود ٶ٬ كوم قامونه چې خپل تاريخ ??ره تړون نه لري ھغوي هېڅ سباٶن نه لري۔ جنرال زبیر محمود حیات وئيل په پاكستانيت ??لو??ی/135993.html">?وه??دو لپاره مونږ له د قائد افكار او خيالاتو او د علامه اقبادل د خودي په فلسفېه ??لو??ی/135993.html">?وه??دو ته اړتيا ده۔ په دې موقع پكس دائرېكټر جنرل مېجر جنرال (ر) محمد سعد خټك٬ سناتوره روبینه خالد ٬ برېګېډیئر (ر) آغا ګل‘ خورشید روشن بروچه‘ فیضان حسن‘ شاهدہ عباس‘ سرور جاوېد ‘ نوید جان بلوچ او نورو هم وېنا وكړه۔ د سېمينار په پائي كښې مېجر جنرال (ر) محمد سعد خټك او د بيوټمز وائس چانسلر فاروق احمد بازئۍ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چیئرمېن جنرال زبیر محمود حیات ته يادګاري شيلډ وركړو۔ په سيمينار كښې د بلوچستان د بېلا بېلو پوهنتونونو استاذانو ٬ زده كوٶنكو او د ژوند بېلا بېلو طبقو ??ره تړون لرونكو په لويه شمېره ګډون كولو