ملتان۔3 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د سړكونو او موټروېز منصوبې تندۍ سره پايې ته ر??ي۔ د مواصلات تر ټولو نوې ا??فر??سټركچر لرلو سره پاكستان د منطقې تر ټولو هېوادونو وړاندې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ اېن اېچ اے کمپلېکس كښې د سكھر ملتان م??ټروے په اړه بريفنګ څخه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې د 16سوکلومیټر موټروېز جوړولو كار روان روان دے۔ د سی پېک تر سېور?? لاندې هم كراچۍ څخه تر پېښور موټروېز جوړولې شي۔ ده ووئيل د موجوده حكومت په 4 كلونو كښې د 70 كاله څخه زياته سرمايه كاري كېږي۔ كه د پرمختګ دا رفتار كه دغسې روان پاتې شو نو په كال 2025ﺀ كښې به مونږ د نړۍ لويو او غوره معيشتونو كښې شامل شؤ۔ ده ووئيل كال 2013ﺀ څخه وړاندې د توان م??صوبو ته پام نه دې شوې۔ اقتدار كښې راتلو سره مونږ يو شمېر مسئلو سره مخ شؤ۔ مونږ درې لويو مسئلو كومو كښې چې د توان ستونزه ٬ د معيشت ځپلې حالت او د ترهګرۍ عفريت شامل وو سره مخ وو۔ زمونږ حكومت محنت كولو سره په ترهګرۍ قابو وموندلو٬ د برېښنا نوې منصوبو سره 11 زره مېګاواټ څخه زياته برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړې شوه۔ د پاكستان معيشت هم مخ په وړاندې روان دے۔ سی پېک منصوبه كومه چې تر كال 2013ﺀ په كاغذونو كښې وه اوس تندۍ سره پايې ته ر??ي۔ ده ووئيل د سكھر ملتان م??ټروے منصوبه به د سوئيلي پنجاب ټوله منطقه پرمختګ سره وتړي۔ ده ووئيل ددې دوه سېكشنې به تر 15 مئي پايې ته ور??ي۔ دغسې كراچي پشاور حېدرآباد موټروے منصوبه به تر كال 2019 بشپړ شي۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ ن يو موټې دې په دې كښې كوم اختلاف نشته۔ زمونږ صدر محمد نوازشريف دے ۔ د راؤ انوار د نيولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پوليس دده نيولو له بشپړه هڅې كوي۔