اسلام ??باد 13 ستمبر (اے پی پی) د پارلمان پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) په غونډه كښ?? د ??نصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د زارتونو غلطيانې حكومتونه او رياستونه زغمي٬ مونږ له به دا نظام ??مول وي٬ كمېټۍ منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبلل۔ د پي اے سي غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښ?? د ??مېټۍ غړو سيد نويد قمر٬ شاهده اخترعلي٬ سردار عاشق ګوپانګ ٬ محمود خا?? اچكزئۍ٬ ډاكټر عارف علوي٬ صاحبزاده نذير سلطان پشمول نورو غړو او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔غونډه كښ?? د ??نصوبه بندۍ او پرمختګ د آډټ اعتراضونو جاج واخستو۔د منصوبه بندۍ وازارت سېكتر غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې ټولې 1022 منصوبې د?? چې پكښې په 582 منصوبو كار روان دې او دې لپاره 536 اربه روپۍ بېلې كړې شوې د??۔ 420 نوې منصوبې د?? چې پكښې ځينې پي ايس ډي پي سره تعلق لري٬ د ټولو منصوبو لګښت 1318 اربه روپۍ ده٬ د وزارتونو پحقله 1018 منصوبې د?? او دې لپاره 866 اربه روپۍ بېلې كړې شوې د??۔سيد خورشيد شاه ووئيل د دې منصوبو په بشپړېدو كښې به شپږ نيم كاله وخت لګي كه چرې منصوبې په وخت ترسره نه شوې نو لګښت به ئې د??ه كهربه ته ورسي۔ وزارت لخوا ووئيل شول چ?? د ??نصوبې عام موده د دريو نه تر پنځه كالو وي۔ سيد خورشيد شاه ووئيل د منصوبو د معياد چې كومه طريقه كار په پاكستان كښې دے په نړۍ كښې هېچرته نشته٬ په منصوبو 7 كاله لګي چې ورسره لګښت زياتېږي۔ ده ووئيل روانې منصوبې له ترسره شوې نه وي چې نوې منصوبې پېل شي۔ د منصوبه بندۍ وزارت په بريفنګ پي اے سي د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔ سيد خورشيد شاه ووئيل چې وزارت دې ماته لار وښائي چې پي اے سي څنګه وچلوم٬ دا پي اے سي سره ټوقې د??۔د كمېټۍ د غړو لخوا د خبرو نه پس كمېټۍ منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبللې شوې او ورته امر وشو چې د سېكتران دې ځان سره يوازې اړوند چارواكي روالي