اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د مو??ميا??ي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد اللہ خان وئيلي دي چې د صحراګانو له امله په نړيواله كچه زمكو ته د زيان رسېدو او خشك سالۍ په پېښو كښې اضافه كېږي چې په نتيجه كښې ئې په نړيواله كچه خوراك كښې د كمي ٬ زمكه كښې د اوبو كمي او د كركيلې پېداوار ناوړه صورتحال په ډول مسئلې لا سېوا كېږي۔ بياهم د زياتېدونكو ص??رائي سيمو نړيوالې مسئلې حل له به په نړيواله كچه پالېسي او مېكنزم وضعه كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير مشاهدالله خان نړيوال وزارتي كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د ټولې رقبې 40 فيصد سيمه د بارانونو د كمي يا د بې ترتيب صورتحال سره مخ ده چې په نتيجه كښې ئې دا سيمې په شاړو زمكو او ص??راګانو كښې بدلېږي۔ بياهم مو??وده حكومت د ملګروملتونو پرمختيائي پروګرام او ګلوبل انوائرونمنټ سره په ګډه په ماحولياتي مسئلو قابو موندلو له 5 كلن بشپړ پروګرام پېل كړې دغسې چې د هېواد زمكې بنجر يا صحراګانو كښې بدلېدو نه وساتلې شي