اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي امريكې د اربونو ډالرو كارولو او د لوئې شمېر عسكرو بائيللو باوجود افغانستان كښې كاميابي ترلاسه نه كړې شوه٬ د افغانستان په 40 فيصد?? برخه د افغان حكومت كنټرول نشته٬د امريكې تورونو منطقې سره سره په نړۍ كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان هڅې ځپلې دي۔ سي پېك نه يواز?? پاكستان بلكې په منطقه كښې معاشي پرمختګ لپاره به مهم كردار ترسره كړي۔پاكستان ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د مسئلو سوله ايز حل غواړي۔ده د نهې په ورځ د انسټيوټ آف سټډيز تر سيوري لاندې د”منظم پاكستان ميں حفاظتي صورتحال”په سرخط ليكچر وركولو۔ده ووئيل د امريكې لخ??ا پاكستان لپاره د امريكائي مرستې ځنډول كومه مهمه خبره نه ده٬د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي خبرې د تېرو دوو كلونو څخه ځنډ سره مخ دي٬په داسې صورتحال كښې امريكې سره په اعلٰی كچه خبرې پېل كېدې نه شي۔ده ووئيل د ترهه ګ??ۍ په ضد جنګ كښ?? پاكستان بې شمېره قربانۍ وركړې او نړۍ زمونږ قربانۍ مني ولې امريكا پرله پسې تورونه لګوي٬پاكستان په كوم هم صورتحال كښې په خپله زمكه افغان جنګ كولې نه شي۔ده ووئيل دا وخت پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬يو خ??ا په ختيزه پوله د هند لخ??ا پرله پسې د سيز فائر خلاف ورزۍ كېږي٬د كومې چې پوځ سم ځواب وركوي۔ بل خ??ا په داخلي توګه د ترهه ګ??ۍ په ضد جنګ روان دے۔ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګ??و په ضد آپرېشن ردالفساد او آپرېشن ضرب عضب كاميابۍ سره مخ په وړاندې روان دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې داخلي استحكام كښې د خنډ لوې سوب د افغان كډوالو په لويې شمېر موجودګي ده٬??اب??نې په پاكستان كښې د افغان كډوالو پاتې كېدو موده كښې د يوې مياشتې پراختيا پرېكړه كړی ده ۔ده ووئيل افغانستان كښې د امن په ځاې كېدل د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهم?? برخه ده۔د دفاع وزير ووئيل سي پېك نه يواز?? پاكستان بلكې په منطقه كښې معاشي پرمختګ لپاره به مهم كردار ترسره كړي۔پاكستان ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د مسئلو سوله ايز حل غواړي ولې په كنټرول لائن د هند لخ??ا په جارحيت سخته اندېښنه لرو۔ ده ووئېل هندي ځواكونه د كال 2016 په مهال د ډز بندۍ رېكارډ خلاف ورزۍ كړي۔ده ووئيل پاكستان روسيه او ايران سره دوه اړخيز اړيكې لا قوي كوي۔پاك روس شريك پوځي مشقونه پېل كېدل او د پاك پوځ مشر دوره د دې ښكاره ثبوت دے