اسلام آباد 12 د??مبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمالي وزيرستان كښې د پاك پوځ په ګاډي د ترهګرې د بريد سخته غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې سېكنډ لېفټېنټټ عبدالمعيد او عسكر بشارت شهيدان شوي دي۔ وزيراعظم غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو س??ه د شهيدانو لوړو درجو لپا??ه دعا كړې۔ وزيراعظم وئيلي دي د ترهګرې په ضد ج??ګ كښې د قېمتي انساني ژوند لازواله قربانې به تل ياد ساتلې شي كومې چې زمونږ د قامي تاريخ د مهم جز حېثيت لري۔ دوي د ګران وطن په خاطر خپلې ګرانې اثانې قربان كړې دي۔ ده ووئيل د قام په حېث مونږ به د خپل هېواد دښمنانو په ضد ج??ګ كښې د مېړنو وسله والو ځواكونو لو?? خدمات كله هم هېر نه كړو۔ وزيراعظم ووئيل د الله تعالٰي په فضل و كرم په هېواد كښې د ترهګر نېټ ورك ملا ماتولو سره پاكستان د ترهګرې لعنت له ماتې وركړې ده ۔ده ووئېل مونږ دا جنګ ګټلې دے او انشاالله ډېر زر به د هغوي باقيات هم تل لپاره ختم كړې شي۔ (