اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) د د وزيراعظم ?? قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د علامه اق??ال شاعري د توحيد لازوال پیغام دے٬ فكر د غلامۍ د قيد نه خلاصولو سره د خودۍ اعلٰی منزل ته رسي ۔ د زيارت په ورځ ?? قامي شاعر علامه اق??ال د 140??ې زېږېدنې ورځې دستورې په لړ كښې په ايوان قائد اسلام آباد كښې د علامه اق??ال نادر د عكسونو نندارتون پرانستې دستورې ته په خ??ل خطا?? كښې عرفان صديقي ووئيل چې د علامه اق??ال شاعري يوازې شاعري نه بلكې د حركت او عمل ابدي پیغام دے٬علامه اق??ال د خودۍ د هلو ځلو او مينې پیغام وركړے۔ د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي د علامه اق??ال په ژوند د نادر عكسونو په نندارتون كولو نظريه پاكستان كونسل ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د علامه اق??ال عكسونه زمونږ په زړونو كښې دي خو ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د هغه په شاعرۍ او پیغام پوهه شو او دا په خپل ژوند او روح كښې ژوندې وساتو۔ په دې موقع نامتو دانشور پروفيسر فتح محمد ملك٬ډاكټر طالب حسېن سيال٬ډاكټر محمد ايوب صابر٬ګوهر زاهد ملك او عشرت معصوم هم موجود وو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې فتح محمد ملك ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د علامه اق??ال په سوچ عمل كولو سره پاكستان ترلاسه كړے و