اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) دوهمې وزيرې او د بي آئي اېس پي چيئرمېن مېمن ته لندن كښې د هاؤس آف کامنز سپیکر جان برکاؤ د سپیکر ز ډېموکرېسی ایوارډ درناوې وبخښلو۔ ماروی میمن Rt Hon Alex Salmond MP دې عظيم ايوارډ لپاره وټاكله او د ټولې نړۍ غوره كړې شوي ن??مو??و شخصياتو سره مقابله كولو سره دې دا ايوارډ وګټلو۔ سپیکرز ډېموکرېسی ایوارډ يو نړيوال ايوارډ دے هغه چاته وركولې شي څوك چې د خپلې مشرتابه او ذاتي همت او حوصلې د لارې د جمهوري ټولنې په پرمختګ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ د برطانوی پارلېمنټ سپیکر جان برکاؤ په دې مهال خپله وېنا كښې ووئيل مونږ ??ر ټولو زيات قابل او مستحق ماروي مېمن دې ايوارډ لپاره غوره كړه ولې چې ماروي مېمن د غېر معمولي نتيجو په رامخې ته كولو باور لري۔ ده پاكستان كښې د صنفي مساوات?? ٬ ??ربيۍ كښې كمي ٬ د كوچنيانو خوراك او د جمهوري ګټو اهميت په رامخې ته كولو د ماروي مېمن ستائنه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ماوري مېمن په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل جمهوریت زمونږ كلتور او روايت دے۔ زمونږ ?? پاكستان مؤسس محمد علی جناح مونږ ??ه د جمهوري اصولو د لارې آزادي راكړه۔ پاكستان په حقيقي معنو كښې د جمهوريت استحكام هڅو لپاره يوه اوږده لاره وهلې او دا مالپاره د درناوي خبره ده چې زه د دغه هڅو برخه جوړه شوه او په خاص توګه د پاكستان بې وسه مېرمنو خپلواكه جوړولو له مې خپل كردار ترسره كړو۔ ده د سپیکر هاؤس آف کامنز او جج??ګ پېنل هم مننه وكړه۔ دې ووئيل زه دا ايوارډ د هېواد پاكستان ٬ خپل ګوند مسلم لیګ ن، خپل لارښود نواز شریف، خپلې كورنۍ ، د بی آئی اېس پی تخليق كوؤنكو او تر ټولو زيات د پاكستان د بې وسه كورنيو او د بي آئي اېس پي مستحق مېرمنو په نامه كوم۔ بلخوا پخواني وزيراعظم ته چې كله ددې ايوارډ په اړه معلومات ترلاسه شول نو هغه لندن څخه ماروي مېمن ته مباكري وركړه۔ د قام اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مباركۍ خپل پېغام كښې ماروي مېمن ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا ايوارډ نه يواځې د ماروي مېمن بلكې د پاكستان قامي اسمبلۍ لپاره د وياړ خبره ده۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف په دې لويه كاميابۍ ماروي مېمن ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ايوارډ ددې د خذماتو اعتراف نه بلكې په نړيواله كچه د پاكستان جمهوريت لپاره د هڅو هم اعتراف دے