اسلام آباد 17 فروري(اے پي پي) خارجه و??یر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې سره به سعودي سره د سياسي اړيكو نه علاوه مثالي دوه اړخيزه اقتصادي شراكتداري قائم شي٬ 15 كاله پس د سعودي د لوړې كچې پلاوې پاكستان ته راځي ٬ د تېر حكومتونو په دور كښې اړيكې سړې شوې دي٬ زمونږ حكومت د اړيكو د اهميت له مخې د دې د بيا جوړولو ??څې كړې۔ د اتوار په و??ځ د سعودي ولي عهد راتګ نه وړاندې ميديا سره په خبرو كښې خارجه و??ير شاه محمود قرېشي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكې دي خو په تېر حكومتونو كښې دا اړيكې سرد مهرۍ سره ښكار شوې وې او زمونږ حكومت د اړيكو د اهميت له مخې د دې د بيا جوړولو ??څې كړې۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د پرله پسې دوه دورو سره اړيكې بحال شوې او اړيكو نوې نوعيت اختيار كړې۔ ده ووئيل د شهزاده محمد بن سلمان د دورې په مهال به نن د سپريم كوارډينېشن كونسل اعلان كېږي كوم چې به دې اړيكو ته نوې جهت وركوي۔ ده ووئيل د سياسي اړيكو نه علاوه به مثالي دوه اړخيزه اقتصادي شراكتداري قائم شي او په سر??اي?? كارۍ اېم او يوز لاسليك كېږي او دې سره به هېواد په يو نوي دوره كښې داخل شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه و??ير ووئيل د اولس آسانۍ لپاره سعودي عرب ويزه فيس كم كړې دې دې سره به سعودي كښې مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سعودي وګړې چې كله هم پاكستان ته راځي په راتګ به و??ته ويزه ترلاسه كېږي٬ دې سره به په كاروبار كښې آسانۍ پېدا شي او معاشي هلې ځلې به زياتې شي۔