پېښور ۔11 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان په اړه د آئي اېم اېف پوزيشن كښی مثبت بدلون رامخې ته شوې۔ آئي اېم اېف سره لوظنامې كولو ته نزدې شوې يوو۔ پېښور كښې د خېبر پختونخوا چمېبر آف كامرس دورې په مهال خطاب او ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ایران او ??فغ??نستان سره به تجارت زياتول وي۔ مونږ د منطقې هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ تركيه ??و ايران د ګا?? منصوبو كښې شاملولو له هم خوښي لرو او مونږ ??فغ??نستان كښې امن له هر ممكنه كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د پاكستان معيشت لپاره په ګامونو صلا يوه شوې ولې ضرورت د دې خبرې دے چې آئي اېم اېف سره راروانه لوظنامه آخري لوظنامه وګرځولې شي او دې څخه وروستو مونږ كله هم آئي اېم اېف ته د بيا تللو حاجت ونه لرو۔ ده ووئيل پاكستان به څوك د بهر نه نه سموي بلكې دا ??ونږ له سمول دي۔ مونږ به غوره پرېكړې كوو نو معيشت به پياوړې كیږي او دا ??واځې په سرمايه كارۍ ممكنېدې شي۔ ده ووئيل د ټېكس دائره پراخه كول ضروري دي او دې نه غېر هېواد مخ په وړاندې نشي تللې۔ ده ووئيل د اېف بي آر چھاپو او آډټ سره به ټېكس نه زياتېږي۔ هڅه ده چې وړو تاجرانو له آسان سسټم راوړو كوم چې د يوې پاڼې وي او دوئي په كال كښې يو وارې ټېكس جمع كوي۔ دا سسټم به اسلام آباد كښې كامياب وي او دې څخه وروستو به ئې ټول هېواد كښې نافذ كړو۔ اسد عمر ووئيل په انډسټري كښې بايد لوډشېډنګ نه وي۔ ده ووئيل په تاپي ګا?? كار روان دے۔ ايران او ??فغ??نستان سره تجارت زياتولو ته اړتيا ده۔ د منطقې ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ وفاقې د خزانې وزير ووئېل تركيه ??و ايران هم د ګا?? منصوبو كښې شاملول غواړو۔ ??فغ??نستان كښې امن له هر ممكن كردار ترسره كوو۔ طورخم بارډر بايد 24 ساعته پرانستې وي۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې سېلګرۍ ته بايد وده وركړې شي۔ ده ووئيل پېښور اوس د پي ټي آئي ښار دے۔ دا ??ه وزيراعظم زيات حق ل??ي۔ ده ووئيل ټېكسټائل منسټر لپاره به وزيراعظم سره خبره وكړم۔