اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی)د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي هند په مقبوضه كش??ير كښې په تش لاس كش??يريانو د ظلم او بربريت انتها كوي۔ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كش??ير كښې د روان هند?? جارحيت مخه نيولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ نون تېر حكومتونه د قومي معيشت په شمول د هېواد د ادارو د تباهۍ ذمه وار دي۔ ده ووئيل دواړو به په خپل خپل حكومت كښې په يو بل ټكونه كول ولې نن د ذاتي ګټو لپاره يو ځائې شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف ټولنې څخه كرپشن ختمولو له كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د قانون په سرلوړۍ ب??ور لري او د احتساب سپېځلې عمل روان ساتل غواړي۔ ده مخالفې ډلې ته بلنه وركړه چې د بدعنوانۍ په ضد سخت قانون جوړولو له راوړاندې شي۔