اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا وئېلي دي د پاكستان او هند ترمينځه د اقتصادي مرستې زياتولو موقعې شته٬دې مقصد لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو ستونزو سوله ايز حل ډېر ضروري دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د هند ??ائ?? كمشنر اجے بساريه سره د پارليمان په ودانۍ كښې د ملاقات په مهال وكړې۔سناتور سليم مانډوي والا پ?? دې موقع تجويز وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځ?? دې د دوستۍ پارليماني ډله جوړه كړې شي كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شخړو حل لپاره اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل پارليماني ډيپلوميسي ت?? دې موقع وركړې شي۔پ?? دې لړ كښې د پاكستان هند بزنس فورم هم موثر كردار ترسره كولې شي۔د هند ??ائ?? كمشنر د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره اتفاق وكړو او وې وئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه د 2.4 اربه ډالرو تجارت كېږي خو د دبئي د لارې د پنځه اربه ډالرو د تجارات اطلاعات راغلي۔ده ووئيل د نړيوال بانك راپور له مخې د ټېرف معاملې حل كېدو په صورت شريك تجارت 37 اربه ډالرو ته رسېدې ??ي۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن ووئيل د پاكستان حكومت د ګاونډي هېوادونو څخه راتلوونكو ته آسانې ??ركوي او هند دې هم د ويزې نظام آسانولو سره پاكستانيانو لپاره آسانيې پېدا كړي