اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن وئېلي دي چې د مدي??ې په ر??است كښې تعليم او لاندې او كمزورو طبقو ښېګړې ته خاص پام لرنه شوې٬ د مدينې رياست ماډل پيروي كولو سره حكومت د بشري وسائلو پرمختګ او ?? ټولنې څخه د غريبۍ ختمولو له تعليم او په ??اص توګه اعلٰی تعليم څانګې ته خاص پام لرنه كوي٬ وزيراعظم هاؤس په پوهنتون كښې د بدلولو مقصد هم د تعليم اهميت رامخې ته كول او ?? حكمران طبقې او ??ولس ترمينځه فاصلې كمول دي٬په ??ېر وخت كښې د تعليم او ??حت څانګو ته پام لرنه نه ده شوې٬د احتساب كمپائن په نتيجه كښې ترلاسه كېدونكې رقم به د تعليم په څانګه خرڅ كولې شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د اسلام آباد نېشنل پوهنتون پرانستې كنفرنس كښې”د پاكستان لپاره د پېښو چېلنجونو او موقعو”په ??رخط خپل خطاب كښې وكړه۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې وزيراعظم عمران خ??ن په وړومبۍ ورځ وزيراعظم هاؤس د جديد پوهنتون جوړولو اعلان كړے و او ??ا دستوره پھ دې لړ كښې وړومبۍ تدريسي هلې ځلې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اوږدې مودې راهيسې ګورنر هاؤسز او ?? حكمران طبقې لوي لوي كورونه ګورم خو په ??رتانيه كښې د حكمرانانو كورونه كتلو سره زما په ??هن كښې دا بنيادي بدلون راغلې۔ ده ووئيل په هېواد كښې د تعليم څانګې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې٬د صحت څانګه هم نظرانداز شوې او ?? ماشومانو خوراك كمي په وجه د هغوي مناسب نشونما نه كېدل لويه مسئله ده۔ په هېواد كښې 43 فيصده ماشومان د سټنټډ ګروتھ ښكار دي كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔ده ووئيل په هېواد كښې د اولس د ټېكس په پيسو حكمرانان ښه ژوند تېروي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت كفايت شعارۍ او ??ادګۍ ته وده وركوي او په ??ې لړ كښې به په ځوانانو كښې په ??اص توګه شعور بېدارولې شي دغسې چې هغوي د ټېكس پيسو غلط استعمال په ??د غږ پورته كړي۔ ده ووئيل علامه اقبال چې كله د اسلامي فلاحي رياست جوړولو خبره كوله نو د هغه وړاندې يو ماډل و او هغه د مدينې رياست ماډل و۔ حكومت هم د مدينې رياست ماډل تر نظر لاندې ساتلو سره پاكستان په ??قيقي معنو كښې يو فلاحي اسلامي رياست كښې د بدلولو هڅې كوي۔ وزيراعظم ووئيل د مدي??ې په ر??است كښې حكمرانانو د اولس پيسې په ??پل ذات نه دي خرڅ كړې۔ ده ووئيل د تعليم نه غېر هېواد مخ په وړاندې نه شي تلې٬په ??ې لړ كښې په ??لم اډانه معيشت خاص اهميت لري٬ ده ووئيل بشري وسائلو له پرمختګ وركولو سره ټولنه مخ په وړاندې تللې شي او ?? تعليم د لارې انساني وسائلو له پرمختګ وركړې كېدې شي۔ ده ووئيل دې سره سره د ټولنې څخه د غريبۍ ختمولو ته هم اړتيا ده٬په ??ې لړ كښې هغه د چين مثال وړاندې كړو چرته چې 77 كروړه اولس د غريبۍ څخه ويستلې شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم هاؤس د پوهنتون جوړولو مقصد دا و چې مونږ خپل اړخ سم كړو او وګړو له دا پېغام وركول و چې تر ټولو ګرانې ودانۍ او ښه ځايونه به تعليمي ادارو كښې بدلولې شي۔ دغسې چې د تعليم اهيمت رامخې ته شي۔ ده ووئيل دغسې د مدي??ې په ر??است كښې د زكواة نظام ته خاص پام لرنه شوې چې مقصد يې د غريب طبقې ښېګړه كول وو۔ده ووئيل دې سره سره د هېواد د پاتې پوهنتونونو معيار به هم ښه كولې شي او ??علٰی تعليم ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د احتساب كمپائن كاميابۍ سره ر??ان دے او ?? لويو لويو غلو څخه ترلاسه كېدونكې پيسه به په ??عليم خرڅ كولې شي