اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هېواد كښې د خواندګۍ شرح زياتېدو په ځاې كمېږي چې د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬ په دې چېلنج قابو موندلو لپاره په بيړنو بنيادونو كار كولو ته اړتيا ده٬حكومت په دې لړ كښې په يوه كوټلي منصوبه كار كوي۔ده دا خبره نړيوال اسلامي پوهنتون كښې د ??اك??تان او ??اك??تانيت په سرخط سېمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔د سېمينار اهتمام نړيوال پوهنتون او سنټر فار ګلوبل اينډ ستراتېژېك سټډيز په ګډه كړې و۔سېمينار ته د پوهنتون ري??ټر ډا??ټر معصوم ياسين زئي او نورو هم خطاب وكړو۔وفاقي وزير په خپل خطاب كښې ووئيل ناانصافي د ??اك??تانيت جذبه كمزورې كوي د كومې تر ټولو لويې سبب چې دوه مخيز نظام تعليم دے٬ چې له ا??له يې زياتره وګړي د پرمختګ موقعو څخه محروم پاتې شوي او يوه وړه ??بقه په قامي وسائلو قبضه كولو سره ناانصافۍ ته وده وركوي۔ده ووئيل په آبادۍ كښې په تندۍ سره زياتوالې د خواندګۍ په شرح كښې د كمي سبب ګرځي۔وفاقي وزير ووئيل يوازې په ??اك??تان كښې نه بلكې په ټوله سيمه كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ د هند سره د مسئلو حل٬ملګرتيا ا?? په ا??غانستان كښې استحكام غواړو۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس ظلم كېږي كوم چې زمونږ لپاره د يو چېلنج حېثيت لري۔سېمينار ته د سي جي اېس اېس مشر جنرل(ر)ظهيرالسلام٬د ټېكس محتسب چوهدري عبدالروف او د اطلاعات پخواني وفاقي سېكتر اشفاق احمد ګوندل هم خطاب وكړو۔