اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئېلي دي نړيواله ټولنه بايد د هند د اوبو د جارحيت خبر واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله بې طرفه كردار ترسره كړي۔ده دا ??برې د ګل په ورځ د سنټرل فار ګلوبل سټرټېجك سټډيز تر سيوري لاندې نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دا كنفرنس د اوبو په سرخط راجوړ شوې ؤ ۔كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل بايد نړيواله ټولن?? د ??ندھ طاس لوظ نامې په ع??لي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د هند او پاكستان ترمينځ?? د ??وبو شخړه په 1948 كښې پېل رامخې ته وه او دواړو هېوادونو دوه جنګونه كړې دي كه هر څو په كال 1960 كښې د سندھ طاس لوظ نامه تر ډېرې مودې په كاميابۍ سره روانه وه خو هند د سندھ٬جهلم او د چناب اوبه صنعت لپاره كارولو سره د لوظ نامې خلاف ورزي كړې ده ۔ ده ووئېل هند يوازې په هغه صورت اوبه د برېښنا پېدا كولو لپاره كارولې شوې چې ورسره پاكستان ت?? د ??وبو په رسنه كوم آغېز نه كېدو۔هند په يو اړخيزه توګ?? د ??ندھ طاس لوظ نامه نه شي ختمولې۔ ده ووئېل د دې خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو خوښه پكار ده۔هند د جهلم او چناب دريابونو په اوبو د بندونو جوړولو اراده لري او دا مونږ لپاره د فكر لمحه ده۔وفاقې وزير ووئيل نړيواله ټولنه دې د هند د اوبو د جارحيت نوټس واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله كښې بې طرفه كردار ترسره كړي۔