جهلم 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوه??ري فواد حسېن وئيلي دي چې اپوزيشن غواړي چې څوك دې پوښتنه نه كوي چې په لس كلونو كښ?? اربونه روپې چرته لاړې٬ كله چې د كرپشن په پلو پام وګرځول شي او د ډاكوانو د نه پرېښودلو خبره وكړې شي نو اپوزيشن واك آؤټ كوي٬ كومو به چې تر پرون په سائيكل سفر كولو ٬ نن هغه په لويو لويو ګاډو كښ?? ګرځي٬ د كهربونو د حساب په غوښتلو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ اولس د څښكلو پاكې اوبه نه لري او واكمن مېټرو جوړوي٬ زمونږ په تعليمي ادارو كښ?? انګرېزي ښودلو لپاره استاد نشته او د پخوانو واكمنو بچي په لندن او امريكا كښ?? زده كړې كوي٬ كومو خلقو چې خزانه خالي كړې٬ د دوي نه به پېسې بېرته اخلو٬ هېواد فلاحي رياست جوړولو لپاره به د وسيلو منصفانه تقسيم كول وي٬ داسې نظام به راوړو چې پكښې سركاري پېسه د عام وګړي په خوښه استعمال كړې شي٬ زمونږ عزت د اولس په لاس كښ?? دے او اولس سره كړي لوظونه به پوره كوو۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د جهلم په فتح پور سيمه كښ?? د كاركنانو كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ غړي چوه??ري فرخ الطاف٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي راجه ياور كمال٬ د صوبائي اسمبلۍ غړې ثمرينه جاوېد او راجه منور هم وېنا وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوه??ري فواد حسېن كنونشن ته په خپله وېنا كښ?? ووئيل چې فلاحي رياست جوړولو لپاره به د وسيلو منصفانه تقسيم كول وي۔ اولس څښكلو لپاره پاكې اوبه نه لري او واكمن مېټرو جوړوي۔ د جهلم خلق د زرګونو كلونو پخواني تاريخ امين خلق دي٬ دوي خپل حق غواړي٬ د حكومت ذمه واري ده چې د دې سيمو پرمختګ لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئيل چې هر كال د جهلم څخه اربونه روپې قومي خزانې ته ځي خو فنډونه به په لاهور خرڅ كولې شول۔ كه لاهور٬ كراچې او اسلام آباد زمونږ ښارونه دي نو جهلم او ډومېلي هم زمونږ ښارونه دي۔ ده ووئيل چې 15 سوه اربه روپې بلوچستان ته تللې دي خو په بلوچستان كښ?? كوم د كار روغتون نشته٬ د تېرو لسو كلونو په مهال كهربون روپې چرته لاړې۔ چې كله دا پوښتنه كېږي نو جمهوريت خطر سره مخ كېږي۔ ده ووئيل چې د اولس نمائندګي نه كوونكې پارلمان څنګه چلېدې شي٬ كه پارلمان داسې وچلول شو نو هېواد ب?? ونه چلېږي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت به داسې نظام جوړوي چرته به چې سركاري پېسه د عام وګړي په خېر ښېګړه خرڅ كېږي٬ او دا يوازې د ب??دياتي نظام د لارې ممكن ده۔ ده ووئيل چې اولس څښكلو لپاره اوبه نه لري٬ روزګار نه لري٬ برېښنا نه لري٬ خو كوم خلق چې تر پرون په سائيكل ګرځېدل نن هغه په لويو لويو ګاډو كښ?? ګرځي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوه??ري فواد حسېن ووئيل چې ٬ زمونږ عزت د اولس په لاس كښ?? دے او اولس سره كړي لوظونه به پوره كوو۔ ده ووئيل چې په ډومېلي كښ?? د څښكلو اوبه نشته او په لاهور كښ?? مېټرو ټرېن چلوې۔ زمونږ بچو لپاره په سكولونو كښ?? ناستې لپاره چوكې نشته۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د طاقتور بلدياتي نظام خبره كوي چې دغسې د اولس پېسې اولس ته ورسي۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف وړومبې لوظ د غلو او ډاكوانو نه پېسې بېرته اخستل دي او مونږ په دې قائم يو ٬ دوي سره به حساب كوو۔ ده ووئيل چې اولس لپاره به اسانيې برابرولې شي۔