اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند سناتور میا رضا ربانی وئيلي دي احتساب لپاره دې فیډرل اکاؤنټېبلټی کمېشن جوړ كړې شي كوم به جې د فرق نه غير د ټولو احتساب کوي، يواځي د سیاستمدارو خبره ولي كېږي، كه کابینه د سېنېټ بائیکاټ وكړي نو دا به د آئین خلاف ورزی وي۔ د جمعې په ورځ د سېنېت غونډه كښې د اولسي اهميت په چارو رضا ربانی وو??يل پارلمان کمزورې كېږي، كه دا ودانۍ راپريوته نو څوك به هم بچ پاتې نشي، د تيرو څلورو ٬ پنځو ورځو راهسې په دې ایوان كښې څه صورتحال دے، ده وو??ېل د سېنېټ چیئرمېن په رولنګ چې كوم غبرګون رامخې ته شوې، د چیئر په رولنګ آمرانه دور كښې هم داسې غبرګون نه دې رامخې ته شوې،كه کابینه د سېنېټ بائیکاټ وكړي نو دا به د آئین خلاف ورزی وي، ده وو??ېل دا وئيلي شوي چې د سېنېت چیئرمېن ټاكلې شوې نه دې،زمونږ د ټاكنې خپله تګلاره ده، دا??ې څنګه وئيلې كيدې شي چې مونږ ټاكلې شوې نه يو، سناتور رضا ربانې وو??ېل كه مونږ ټاكلې شوې نه يو نو د پاکستان اولس مشر څنګه ټاكلې شوې ۔ ده وو??يل وزیراعظم هم د اسمبلۍ غړو څخه ان ډائریکټ ووټ باندې ټاكلې كېږي، آيا دا مونږ جمهوریت مخ په وړاندې بوځو۔ ده وو??ېل داسې وئيلي شوې چې په کرپشن خبره كولو سره سېنېت كښې اړې ګړې رامخې ته كېږي، زه منم چې هغوي د کرپشن په ضد خبره كولو سره حکومت جوړ كړې خو د چا د کرپشن کېسونو چې خبره كېږي د هغوي کیس خو په عدالتونو كښې روان دې، ده وو??يل دا منم چې هغوي د کرپشن ناسور ختمولو له راغلې، زه پھ دغې ايجنډا ستاسو ملګرې يم خو دا پوښتنه كوم چې آيا په ټولنه كښې يواځې سیاستمدار دي،څوك چې په حکومت كښې دي او په چا چې د نيب کیسونه دي، رضا ربانې وو??ېل د هغوي هم زه خبره نه كوم، آيا پھ ټولنه كښې د سیاستمدارو نه غېر نور څوك نشته۔ ده وو??يل ما د سېنېت چیئرمېن په هيڅ وئيلي وؤ چې د ټولو دې احتساب وكړې شي، یو اړخيزه احتساب نشي كاميابېدې ، يواځې سیاستمدار کرپټ نه دي، د بده مرغه د ټولنې هر يو كس کرپټ دے ، ده غوښتنه وكړه بايد د ټولو احتس??ب اوشي خو دې ته څوك هم چمتو نه دي۔ ده وو??يل زه يو تجویز دركوم چې فیډرل اکاؤنټېبلټی کمېشن دې جوړ كړې شي كوم به چې د سول ملټری بیورو کریسی، عدلیې، سیاستمدارو پشمول د ټولو د فرق نه غير احتساب کوي۔ ده وو??يل كه حکومت د کرپشن لعنت ختمول غواړي په دې اړه دې پھ زړه پورې كار وكړي۔ دوهم چیئرمېن وو??يل بايد د چا ذاتی خیالاتو ته د کابینې رائے ونه وئيلې شي، په اړوند وزير بندیز لګولې شوې۔ سناتور عثمان کاکړ وو??يل د رضا ربانی تائید کوو