اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم عمران خان وئيلې دي د تعلیم نظامِ او نصاب بهترۍ ته د پي ټي آئي حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د تعليم په اړه د اصلاحاتو بنيادي مقصد تفريق ختمول او د مدرسې م??شومان راوړاندې كول دي٬ مدرسو ته پېښې م??ئلې به په مشاورت حل كولې شي۔ وزیرِاعظم عمران خان دا خبرې د علماء کرامو پلاوي سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره په وزيراعظم افس كښې ليدلي۔ په پلاوي كښې مفتي منیب الرحمان، مولانا محمد حنیف جالندھري، صاحبزادہ عبدالمصطفی هزاروي، مولانا یاسین ظفر، مولانا عبدالمالك، ډاکټر مولانا عطاء الرحمن او مولانا سید قاضی نیاز حسېن نقوي شامل وو۔ په دې موقع د تعليم وزير شفقت محمود، د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري، د داخله چارو دوهم وزير شهریار اپريدي هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال د حكومت لخوا د تعليم څانګې (د تعليم نظام او نصاب) بهترۍ لپاره د شوو اصلاحاتو او په دې لړ كښې د مدارسو د كردار او خدماتو او په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د علماء کرامو پلاوي عمران خان له په وزیرِاعظم ټاك??ې كېدو مباركي وركړه ۔ پلاوي په دې موقع ووئيل ھغوي د زړه له اخلاصه لاس په دعا دي چې لوي څښتن وزیراعظم په خپل مشن كښې كاميابه كړي او قام د هيلو له مخې كار وكړي۔ پلاوي وزیراعظم له باور وركړو چې علماء کرام به د حکومت د مثبتو اقداماتو بشپړه ملاتړ كوي ۔ وزیراعظم د حكومتي اقداماتو په ملاتړ كولو د پلاوي مننه وكړه ۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل ه??واد كښې د درېو تعليمي نظامونو په سبب قام تقسيمېږي او د بېلا بېلو كلتورونو د ودې سوب ګرځي٬ ده ووئېل د يو قام تعمير لپاره ضروري ده چې بنيادي تعليمي نظام او نصاب يو ډول وي۔ ده ووئيل د مدرسې م??شومان هم بشپړه حق لري چې ھغوي د ژوند په هره څانګه كښې د خپلو صلاحيتونو له مخې م?? په وړاندې لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل په تعلیمي څانګه كښې د اصلاحاتو بنيادي مقصد د تفريق خاتمه او د مدرسې م??شومان راوړاندې كول دي۔ ده ووئيل د مدرسو خدمات نظر انداز كېدې نه شي او دوي ترهګرو سره تړل بې انصافي ده ۔ وزیراعظم ووئيل مدرسو ته پېښې ټولې م??ئلې به په مشاورت حل كولې شي