اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) داطل??عا??و او خپرونو وفاقي وزيربېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې پاكستان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه په معاشي پالېسۍ ك??ې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي٬سارك هېوادونه د سيمه ايزې مرستې د لارې پھ منطقه كښې پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي٬د مساوات نشت والې٬زياتېدونكې آبادۍ٬توان او د اوبو بحران لوې چېلنجونه دي كومو لپاره چې په بېړنۍ توګه د كار كولو ضرورت دې٬پاكستان يو مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬د دې لپاره به خپل مثبت كردار ترسره كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬په ټوله نړۍ ك??ې بل كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړ??۔د?? د ګل په ورځ دا خبرې د سيمه ايزې ستراتېژۍ او يو والي په اړه جوړ شوي سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د آئي آر اېس مشره ډاكټر رخسانه قمر هم موجود و??۔د اطل??عا??و وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان تر ټولو زياته مضبوطيا د پاكستان د سيمه ايز پوزيشن له امله ده٬مونږ په ټوله نړۍ ك??ې اهميت لرو۔ده ووئيل چې پاكستان د خارجه پالېسۍ په مېدان كښې د قائداعظم په اصولو عمل كوي۔قائداعظم وئېلي وو چې زمونږ مقصد امن دے٬مونږ پھ عزت سره اوسېدل غواړو او خپلو ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره د همغږۍ او دوستۍ اړيكې جوړول غواړو٬مونږ د چا په ضد جارخانه ډيزائن نه لرو٬مونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره يو او په نړۍ ك??ې په امن او خوشحالۍ ك??ې شراكتدار يو