اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) سائره افضل تارړ ته په ??اكستان كښې د پوليو رنځ خاتمې په ??ړ كښې د غوره ك??ركردګۍ په اعتراف كښې د پاكستان اولس مشر لخوا ستاره امتياز وركړې شو۔د روغتيا وزيرې خپل ايوارډ د پوليو وركز په ??امه كړو چا چې د پوليو خاتمې پروګرام كاميابۍ لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي او كوم چې دا مهال راتلونكي نسلونه پوليو څخه محفوظ كولو له پرله پسې هڅې كوي۔ دې ??وئيل د پوليو پروګرام په ك??ميابۍ كښې د دوئي هم كردار دے۔ سائره افضل تارړ په خپل بيان كښې ووئيل چې د لوے څښتن مننه كوم چا چې د اولس د خذمت او د پاكستاني كوچنيانو او مېندو لپاره د څه كولو ئې موقع راكړه۔ زه د حافظ آباد د اولس د زړه د كومې څخه مننه كوم چې زه يې ټاكلې يم او ما له يې د خذمت موقع راكړې۔سائره افضل تارړ ووئيل كله چې ما په ك??ل 2013 كښې د وزارت چوكۍ سنهبال كړه نو هغه مهال د پوليو رنځ خطرناك صورت اختيار كړې وو زمونږ حكومت د خوږ وطن كوچنيان د دې ??اروغۍ څخه بچ كولو او په ??ړيواله كچه او د هېواد عزت بحالۍ لپاره ئې لوظ سره د هڅو پېل كړی وو۔د لوے څښتن شكر دې چې په ګرده نړۍ كښې د پوليو په اړه زمونږ كاركردګي ستائېلې شوې۔د روغتيا وزيرې ووئيل چې د پاكستان وزيراعظم په ??شرۍ كښې به تر هغه وخت هڅې رواني وې تر څو چې په ??اكستان كښې د پوليو يو كېس هم نه وي۔وفاقي وزيرې ووئيل چې زما لپاره د خوشحالۍ موقع د?? د پوليو په خاتمه او د روغتيا په څانګه كښې د ښه ك??ركردګۍ په اعتراف كښې د پاكستان اولس مشر لخوا ما ته ستاره امتياز راكړی شوې۔