اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان يو سوله ايز٬او په تندۍ سره پرمختګ كونكې هېواد دې٬د اوبو كمې ټولې نړۍ لپاره چېلنج جوړ شوې٬ د اوبو لوې مقدار نه بغېر كوم معيشت پرمختګ نه شي كولې٬په آبادۍ كښې د اضافې ??ه امله نړۍ د اوبو كمي سره مخ ده٬د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې صورتحال لا خرابېږي٬د اوبو انتظام ښه كول د پاكستاني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دې۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سپاركو٬ملګرو ملتونو٬پاكستان٬پرنس سلطان بن عبدالعزيز د سيوري لاندې سپيس ټېكنالوجي آن واټر منيجمنټ پنځه ورځني شپږم نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔په كوم كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه د 100 نه زيات سائنسدانان٬انجينئران٬ريسرچرز او استازي ګډون كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې اوبه د ټولو هېو??دو??و كركيلې او معيشت لپاره د ژوند حېثيت لري٬مونږ نن د اوبو ستونزو سره مخ يوي۔په دې د ريسرچ كولو ضرورت دې چې د سمندر اوبو څنګه د استعمال جوګه كړی شي٬كه دا كار وشي نو د اوبو كمې به جوړ نه شي۔ده ووئيل چې د اوبو كمې نن ټولو هېو??دو??و لپاره يو چېلنج جوړ شوې۔د ??ې نه بغېر يو معيشت هم پرمختګ نه شي كولې۔دا به په آبادۍ كښې د اضافې ??ه امله نړۍ د اوبو كمي ستونزې سره مخ شوې۔ده ووئيل چې موسمياتي بدلون دا صورتحال لا خرابوي۔ سپيس ټېكنالوجي په هره څانګه كښې زمونږ لارښونه كوي۔ده ووئيل چې يوازې په ګليشيرز او د باران په اوبو انحصار نه شي كېدې۔د ??وبو د انتظام د صورتحال له امله بدلونونه رامينځ ته كېږي۔ده ووئيل چې د سپيس ټېكنالوجۍ د لارې د اوبو انتظام ښه كېدې شي۔د ??وبو په څانګه كښې په ريسرچ كښې سپاركو مهم كردار لري۔دا كنفرنس به د اوبو په څانګه كښې ريسرچ لپاره د بېلا بېلو زاويو جاج اخلي۔ده ووئيل چې د كنفرنس مقصد د خلائي ټېكنالوجۍ د استعمال د لارې د اوبو كمې پوره كول او د دې غوره انتظام دې۔ده ووئيل چې داسې هېو??دو??ه چرته چې معيشت كركيلې سره تړلې وي٬اوبه ډېر اهميت لري۔ده د خلائي ټېكنالوجۍ په اړه په خبرتيا پېدا كولو هغه كنفرنس په كاميابۍ سپاركو ته مباركي وركړه او وې وئېل چې د راتلونكو 20 ٬ 25 كلونو په مهال به په پرمختلليو ښارونو او هېو??دو??و كښې د اوبو غوښتنه يو په دوه شي۔دې لپاره د شريكې حكمت عملۍ ضرورت دې چې دغسې د او??و معيار٬كمې او د اوبو نكاس نظام ښه كړی شي۔(م ع/وس/1444)