اسلام آباد ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډويژن)د برېښنا وېش ٬ ترسيل ٬ لوډشېډنګ او بلنګ صورتحال ٬ نېټ ميټرنګ او نور معلومات آن لائن ترلاسه كولو د ’’روشن پاکستان‘‘ په نامه مو??ائ?? اېپليكېشن جاري كړو۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيل?? چې حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ د قابو موندلو او پېداوار كښې د زياتوالي وعده ترسره كړې۔ د واجباتو وصولۍ او د برېښنا غلا مخنيوي له ګامونه پورته كوؤ۔ د لائن لاسز شمېرې به هم د مو??ائ?? اېپلیکېشن د لارې ترلاسه كولې شي۔ دې نوي سسټم سره به ص??رفين د ډسټري بيوشن كمپنو د كاركردګۍ او خپل فيډر څخه د برېښنا د رسنې جاج په خپله اخستلې شي۔ چارواكي به ص??رفين ته ځواب وركوؤنكي جوړوؤ۔ د نهې په ورځ د پاور ډويژن وزارت كښې د يو خبري كنفرنس په مهال سردار اوېس احمد خان لغاري د مو??ائ?? اېپلیکېشن اجراء وكړو۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په سوشل میډیا د لوډشېډنګ په اړه د ځ??نې عناصرو لخوا د حكومت بدنامولو هڅې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا لوډشېډنګ تګلار څو اونۍ وړاندې وركړې وو او د برېښنا پېداوار د زياتولو او د مو??ائ?? اېپلیکېشن جاري كولو خپله وعده ئې ترسره كړې۔ ده ووئيل مو??ائ?? اېپلیکېشن سره به دوه نيم كروړه ص??رفين څه وخت هم رېفرنس لمبر څخه بشپړ ريكارډ ترلاسه كولې شي او ددې د لارې به هر وګړې ته زمونږ د ادارو د هرې ورځې كاركردګۍ په اړه معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د هېود په تاريخ كښې دا يو لوئے ګام دے۔ ده ووئيل دا مهال 4 زره څخه تر 4 نيم زره مېګاواټ برېښنا زياته ده۔ آئی پی پیز ته د ادائيګو طريقه كار موجود دے۔