اسلام آباد 06 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پيينډۍ مهمو استوګنو سيمو ترمينځه د چليدونكې میټرو بس سروس د منصوبه بندۍ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ ا??ھا??ټی جوړولو اصولی منظ??ری وركړې ده۔ دا پريكړه د شورو په ورځ وزیراعظم آفس كښې د اسلام آباد میټرو بس پراجیکټ په اړه يوه ??ونډه كښې شوې ده كومه به چې د نوې هوائي ميدان جوړيدو نه پس د پينډۍ اسلام آباد وګړو له د مزل اسانۍ وركړي۔ په غونډه كښې د مواصلات وزير محمد جنید انوار چوهدری، د وزیراعظم سیکتر، د سی ډی اے چیئرمېن انصر شیخ، د پنجاب ماس ټرانزټ ا??ھا??ټی منیجنګ ډائریکټر سبطین فضل حلیم، د نېشنل هائی وے ا??ھا??ټی چیئرمېن شاهد اشرف تارړ، د خزانې سیکتر شاهد محمود او نور چارواكي موجود وؤ۔ وزیراعظم دې مقصد له د پنجاب ماس ټرانزټ ا??ھا??ټی پوهې تر مخه په لږ وخت كښې د قانونی ادارې جوړولو لپاره د ضر??ری قانون سازۍ سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم د این ایچ اے چیئرمین ته د اسلام آباد نوې هوائي ميدان لنك روډ او هوائي ميدان سره پيوستې بنیادی اډانې په خپل ټاكلې وخت د بشیړولو سپارښتنه وكړه۔