سكردو 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې لپاره پوخ عزم لري٬ په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خ??شبينه دے٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې به سيمې ته ډېر?? ګټه ورسي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان كونسل د بجټ 11مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې د كومې مشري چې وزيراعظم وكړه۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان ګورنر او د كونسل ??ائس چيئرمېن مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ ال??حم??ن٬ د ګلګت بلتستان كونسل غړو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خ??شبينه دے٬ ده په دې خبره ټينګار وكړو چې بايد د ګلګت بلتستان كونسل غونډې پرله پسې وشي۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د اولس خېر ښېګړې او د هېواد پرمختګ ته تر ټولو وړاندې پام كوي٬ زمونږ حكومت نه يوازې پروژې پېل كوي٬ بلكې ترسره كوي ئې هم۔ ده ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومت د سيمې س??اجي ا و معاشي پرمختګ لپاره په ريښتينې معنٰي كار كړے۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان په اړه ووئيل چې دا سيمه ډېر صلاحيت لري٬ په دې س??مه كښې د كاروباري چارو او د سېلګرې پراخا موقعې دي۔ د پاكستان او چين اقتصادي لار به هم د دې س??مې نه تېرېږي او د دې به سيمې ته ډېر?? ګټه ورسي او دا ګټه به تر پېړو روانه وي۔ ده ووئيل چې د ګلګت بلتستان اولس ځانګړې حېثيت لري او پاكستان سره بې كچه مينه لري۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت په هر ډول د دې س??مې پرمختګ او د اولس د خېر ښېګړې عزم لري۔ ده ووئيل چې حكومت به د دې س??مې پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي او د سيمې پرمختګ لپاره به هېڅ ډول كسر نه پرېږدي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم چې كله د سكردو هوائي اډې ته ورسېدو نو د ګلګت بلتستان ګورنر مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ ال??حم??ن٬ د كونسل غړو او اعلٰي چارواكو ئې هركلې وكړو۔