اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) ګرد هېواد كښې لوئے اختر د خالي په ورځ مذهبي عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ د هېواد د ټولو ښارونو او كليو جوماتونو ٬ عيدګاه او پراخه ځايونو كښې د اختر لمونځ ادا كړے شو۔ د لكھونو په شمېر وګړو د ايراهيم علېه السلام سنت ژوندے ساتلو سره د ځنا??رو قرباني وكړه۔ علماﺀ كرامو په دې مهال خپلو خطبو كښې د قربانۍ فضيلت او ايثار په اهميت رڼا واچوله۔ په دې مهال د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او استحكام لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ اسلام آباد كښې د اختر مركزي اجتماع فېصل مسجد كښ?? وشوه چرته چې د وزيراعظم سلاكارانو په شمول د سېنټ او قامي اسمبلۍ غړو ٬ اعلی چارواكو او د زرګونو په شمېر وګړو د اختر لمونځ ادا كړو۔ د پنجاب ګورنر ملك رفيق رجوانه د لاهور په ګورنر هاؤس ??و اعلی وزير شهباز شريف په جاتي امراﺀ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ خېبرپختونخوا كښې لويه اجتماع د چارسدې په عيدګاه كښ?? وشوه۔ ګورنر اقبال ظفر جھګړا په ګورنر هاؤس ??و اعلی وزير پروېز خټك په خپله سيمه نوښار كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ بلوچستان كښې مركزي اجتماع كوئټه كښ?? وشوه۔ آزاد جموں و کشمیر كښې د اختر مركزي اجتماع په مركزي عيدګاه كښ?? وشوه چرته چې د آزاد کشمیر وزیراعظم راجھ فاروق حېدر د اختر لمونځ ادا كړو۔ د آزاد کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان خپله سيمه کوټ مټھی خان روالاکوټ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ لمونځ څخه وروستو د سنت ابراهيمي په اتباع كښې وګړو څاروي قربان كړل۔ په دې مهال په وفاقي او صوبائي كچه امنيت ټينګ كړے شوے وو دغسې چې كومه ناوړه ??ېښ?? رامخې ته نه شي۔ په راديو ټي وي او د خپرونې په ن??رو ادارو د لوئے اختر په مناسب خاص پروګرامون نشر كړې شول۔ دغسې ورځپاڼو كښې د قربانۍ فضائلو او احكاماتو په اړه خاص خپرونې خپرې كړې شوې۔